اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي موجوده کابينې له به په جنګي بنيادونو د غريبۍ ، ګرانۍ ، بيروزګارۍ او د ستونزو په ضد كار كول وي،زمونږ په وړاندې لوئې لوئې چي??نج??نه موجود دي، معيشت تباه حال، په هېواد د قرض لوي پېټے پروت دے ، کارخانې بندې دي ، مونږ له به په شريكه د چي??نج??نو مقابله كول وي او په مسئلو به قابو موندل وي ، سياست به په وخت راتللو كوو ، د زياتو هلو ځلو كولو به د هېواد حالات بدلوو،د تير وخت د غلطو څخه به زدكړه كول وي، د قام روپۍ روپۍ به بچت كول وي، د زهريله ډنډورې به په حقائق ځواب وركول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي کابينې غونډې ته خطاب کښې وكړه۔ وزيراع??م ووئيل وفاقي کابينه كښې د اتحادي ګوندونو د وزيرانو لويې قربانۍ او هڅې شاملې دي او د يوې آئيني او قانوني تګلارې سر?? د عدم اعتماد تحريك او د اعتماد تحريك نه پس دې ځائې ته رارسيدلي يو۔ د اتحادي ګوندونو د قيادت هم مننه كوم كومو چې خپلو وزيرانو ته دا ذمه واري سپارلې۔ده ووئيل دا يو په پراخه بنيادونو ولاړ اتحاد دے، په دې كښې دوه رائې نشته چې حکومت كښې شامل هر يو ګوند خپل سوچ لري خو دا اتحاد او کابينه د ذاتي خوښې نا خوښې نه غير د هېواد د 22 كروړه اولس د خذمت لپاره به كار كوي او وزيران به خپله تجربه او قابليت سر?? په زړه پورې كار كوي، ده ووئېل شپه ورځ محنت سر?? به کاميابي ترلاسه كوو۔ وزيراع??م ووئيل د څلورو واړو صوبو اولس زمونږ څخه هيلي لري، په دې كښې هيڅ شك نشته چې خلوص او نيك نيتۍ سر?? هر څه ممكن دي۔ وزيراع??م ووئيل دا يوه جنګي کابينه ده، مونږ له به د غريبۍ ٬ ګرانۍ او بې روزګارۍ په ضد جنګ کول وي او دا د مشکلات په ضد جنګ دے په كومو قابو موندلو كښې چې تير حكومت ناكامه راغلے، ده ووئېل مونږ هيله لرو چې د مشاورت عمل به پرله پسې روان وي، کابينه او نور فورمز به په ګډه كار كولو سر?? مخ په وړاندې ځي، ده ووئېل د کابينې په جوړيدو كښې 8 ورځې لګيدلي، په مونږ ډير تنقيد هم شوے خو اوس د تجربه او قابليت لرونكو وزيرانو کابينه جوړه شوې ۔ وزيراع??م ووئيل د حکومت په وړاندې لوئې لوئې چي??نج??نه موجود دي چې پكښې لوډشيډنګ هم يو چيلنج دے، کابينې ته به په ايندھن، تيل او د ګاز نه لرلو په وجوهات او لوډشيډنګ بريفنګ وركولې شي دغسې چې حقائق رامخې ته شي،بيا به دې نه پس اجتماعي پوهې سر?? د قام په ګټه پريكړه كولې شي چې څه ډول مخ په وړاندې لاړ شو او څه څه اقدامات وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل خېبرپښتونخوا، سندھ او د پنجاب پشمول د وفاق څلورو واړو برخو او په خاص توګه د بلوچستان مسئلو حل كولو ته پام لرنې ته اړتيا ده او مونږ له به كتل وي چې مونږ څه وسائل لرو او په ستونزو څه ډول قابو موندلے شوو او دې لپاره به مونږ له په زړه پورې هڅې كول وي۔ ده ووئيل دا يو چيلنج هم دے او موقع هم ده، په دې كښې هيڅ شك نشته چې زمونږ مخلوط حکومت دے خو كه د زړه نه او په عزم سر?? كار وكړو نو په ټولو چي??نج??نو به قابو ومومو۔ده ووئيل دا اوس په تاسو انحصار كوي چې څه ډول مشاورت او يووالي سر?? چارې حل كوو، دا د هېواد وړومبۍ كابينه ده كومې چې يو ناجائز حكومت په آئېني او قانوني ډول ختمولو سر?? وجود موندلے، ده ووئېل په ټول ټاكنو كښې به ټول ګوندونه د خپل منشور، سوچ او پروګرام له مخې اولس ته رجوع كوي،نن به مونږ له يو موټې كيدو سر?? په ټولو چينجونو قابو موندل وي، دې لپاره چې څومره هم قربانۍ ته اړټيا وي هغه به وركولې شي او خپلو كښې به اتحاد او اتفاق ساتل وي۔ وزيراع??م ووئيل قرآن پاك او د نبي کريمۖؐ اسوه حسنه زمونږ لپاره د لارې مشالونه دي ،د قائداعظم مثال هم زمونږ په وړاندې دے هغه ناممكن ممكن كړے ؤ ، ده ووئېل سياستمدارو سر?? سر?? به پخواني حکومت كښې چې بيوروکريسي سر?? چې كوم سلوك شوے هغه ټولو ته معلوم دے ، سرکاري افسران وعده معاف ګواه جوړيدو څخه يرولې شوې، څه كم څلور كاله چې څه شوي هغه د نه اوريدو دي، ده ووئېل په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې دا ډول فسطائيت، سنګدلي، ظلم او بدترينه انتقامي کارروائيو تصور هم نشته ، سول سر??س، پوليس، قانون نافذ کونكې ادارې ، ډاکټران، انجينئرز ټول د ستونزو سر?? مخ وؤ، د هغوې به ډاډګيرنه كولې شي او د وفاقي کابينې د غړو محكم باور ، مستقل مزاجي، حوصله افزائي او ډاډګېرنه به هغوې ته حوصله وركړي او دې سر?? به د پاکستان د اولس حالات بدليږي خو دا كار په جادو نه كېږي، دې لپاره به زيات محنت څخه كار كول وي۔ وزيراع??م ووئيل مونږ له به يو موټې كيدل وي ، د اولس خذمت له به اودريدل وي،د نړۍ كوم هم طاقت زمونږ لاره نه شي نيولې۔د کابينې غړو ته وزيراع??م ووئيل تاسو له به زما لارښوونه كول وي ، دا ستاسو كرسۍ ده ، خپل اجتماعي دانش، جدوجهد او په هڅو مو زه په دې كېښنولې يم، زه ستاسو د امانت امين يم، ما له به مشوره راك??ې ٬ كه هغه تلخ ولي نه وي۔ وزيراع??م ووئيل قائداعظم او د هغه ملګرو ګڼې قربانۍ وركولو سر?? پاكستان جوړ كړے، نن چې د پاکستان کوم هم حالات دي په دې د قائداعظم روح ته هم تكليف كښې رسي چې دا څه كېږي په هېواد كښې او دا هغه هېواد دے كوم لپاره چې مونږ قربانۍ وركړي۔ وزيراع??م ووئيل ما د بھاشا ډيم دوره کړې ، كه وړاندې ډيم جوړ شوےؤ نو نن به مونږ تھرمل پاور ته حاجت نه لرلؤ، آرزانه برېښنا به ترلاسه وه او سيلابونه به هم نه راتلل۔ وزيراع??م ووئيل مونږ له به د تير وخت د غلطو څخه زدكړه كول وي ، محنت، محنت او محنت د مخ په وړندې تللو يواځنۍ لاره ده، راپاسې او مايوسه كېږئ مه، مايوسي په محنت بدله كړې ،ده ووئېل لوے څښتن به خپل کرم وكړي او د 75 كالو مشکلات به په خوشحالو بدل شي