بیجنګ۔12اپرېل(اے پی پ??) چين شهباز شريف ته د پاكستان نوي وزيراعظم په ټاكل كېدو مب??ركي وركړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د خارجه وزارت وياند ژاؤ لیجیان شهباز شريف ته د پاكستان وزيراعظم په ټاكل كېدو مب??ركي وركولو سره هيله څرګنده كړې ده چې دې سره به د پاكستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ ده ووئيل چين او پاكستان په هر ډول حالاتو كښې د مرستې تزويراتي همكاران دي او دواړه هېوادونه يو بل سره تلپاتې اړيكې لري۔ ده زياته كړه چې چين په دې نوي دور كښې خپلې روايتي ملګرتيا روانه ساتلو ، ګڼ اړخيزه مرسته لا زياتولو او په مشتركه توګه اعلی معيار سره د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ترسره كو??و له پاكستاني فريق سره كار كو??و ته سترګې په لاره دې