پينډۍ 30 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د پېښور ك??ر هيډ كوارټر دوره كړې ۔ سرلښكر ته په مو??وده سكيورټي صورتحال او نوو ضم شوو ضلعو كښې د پرمختيائي كارونو په پيشرفت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د ائي اې?? پي آر له مخې سرلښكر نوو ضم شوو ضلعو كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ پروژو بشپړولو لپاره ښه چاپيرچل وركولو له د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه،كوم چې د سيمې كوټلې استحكام او پرمختګ لپاره ضروري دے۔ده ووئيل د انتها خوښۍ مقابله كولو او ترهه ګرو له ماتې وركولو لپاره د ټول قام نقطه نظر او متحد ردعمل ته اړتيا ده۔دې نه پس سرلښكر د كيپټن سعد بن عامر شهيد او لانس نائيك محمد عرفان شهيد د جنازې مونځونو كښې ګډون وكړو چا چې د ترهه ګرو سره په نښته كښې د خپل ځان قرباني وركړې۔ ګورنر شاه فرمان او صوبائي وزيران هم په دې موقع مو??ود وو۔ په دې مهال سرلښكر د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ د عزم پخلے وكړو۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د شهيدانو قربا??ۍ به بې ځايه نه ځي او پاكستان كښې به امن راځي۔دې څخه وړاندې كور هيډ كوارټرز ته په رسيدو د پېښور ك??ر ك??انډر ليف??ين??ټ جنرل فيض حميد د سرلښكر هركلے وكړو