اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سندھ كلتور زرګونه كاله پخوانې دې ٬ په سندھ كښې د كركې د سياست تخم كرلې شوې او لسا??يت او فرقه واريت ته هوا وركړې شوې ده ٬ بلاول بھټو زرداري دې په سندھ كښې د تېرو 15 كلونو راهېسې راروان خپل حكومت حساب وركړي۔ د حقوقِ سندھ مارچ ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د?? ننې پيپلز ګوند د بېنظير ګوند نه دے په نني پيپلز ګوند د آصف علي زرداري قبضه ده۔ هغه ووئيل د سندھ اولس د پاكستان پيپلز ګوند د صوبائي حكومت نه تنګ راغلي دي۔ بلاول بھټو د درې نيم كالو حكومت حساب غو??ړي زه نن په سندھ كښې د هغه نه د 15 كالو حكومت حساب غو??ړم۔ هغه ووئيل عمران خان د سندھ هر كوچني او هر يو وګړي ته سهولت كارډ وركول غو??ړي۔ زه د سندھ اولس ته بلنه وركوم چې راشي او د عمران خان په قافله كښې شامل شي او دسندھ تاريخ بدل كړي۔ هغه ووئيل په ننۍ ورځ هند درې كاله وړاندې د جارحيت هڅه وكړه د كومې چې مونږ خله ماتې ځواب وركړو