اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي﴾ خارجه وزير مخدوم شاه م??مود قريشي د وزيراعظم عمران خان لخوا اولس لپاره د اعلان شوي ريليف پېكج ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ريليف پېكج اعلانات د خلقو د هيلو له م??ې دي، دې سره به په ګرانې قابو موندلو كښې مرسته وشي، د اپوزيشن د ځينې مشرانو كېسونه منطقي انجام ته رسېدونكي دي ځكه دوي يرې سره م?? دي?? كه اپوزيشن تحريك عدم اعتماد لپاره نمبرې لري نو بيا د څه په انتظار دي. د اپوزيشن انتظار د دې خبرې ګواهي وركوي چې دوي نمبرې نه لري، اتحاديان او د تحريك انصاف غړي حكومت سره قوي ولاړ دي.د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم د اپوزيشن په فشار كښې نه بلكې د عام وګړي د كشالو احساس كولو سره د ريليف پېكج اعلان كړے. ده ووئيل چې په دې وخت حكومت لپاره تر ټولو لوي چېلنج ګراني ده اپوزيشن نه، د ګرانې بنيادي وجه د برېښنا او تېلو په بېعو كښې اضافه ده. ده ووئيل چې د وزيراعظم د اقداما??و په نتيجه ك??ې به ګران?? كمه شي