لاړکانه 28 فروري (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي په وياړ سره وايم چې د سندھ اجرك، ټوپي ، تهذيب او د خاورې نه خبر يم ، لاړکانې ته ډيره موده پس راغلے يم ، د بي بي په دور كښې ماته په پي پي كښې ډير عزت راكړے شوے ، كله چې بي بي شهيده شوه٬ ما ته هغه ماښام راياد شي كله چې په 25 دسمبر ملتان كښې جلسه وه ??و هغې ماته ووئيل پينډۍ ته مه راځه ٬ مونږ به بيا راشو او هم هغه آخري ملاقات ؤ ، د كومې پي پي ملګرتيا چې مونږ كړې وه ?? هغې قبله بدله شوې ، پي پي د زرداري ګوند جوړ شوے ۔لاړکانه كښې جلسې ته د وينا په مهال شاه محمود قريشي ووئيل آصف زرداري د هېواد صدر ؤ ، ريمينډ ډيوس چې درې كسان ووژل نو ما وزارت پرېښودو۔د قامي اسمبلۍ چوكۍ چې مې پرېښودله نو د زرداري پيغام راغلو چې د پي پي پرېښودونكې هيرو نه زيرو ته رسي ،ده ووئېل زرداري صاحب وړاندې هم خارجه وزير ووم او نن هم يم۔ امير بخش خان بھټو له غمرازۍ له تللے ووم ٬ هغه راته ووئيل اوس به لوې سړے شي۔زمونږ د تعلق كه د بھټو كورنۍ څخه تپوس وكړې نو د ذوالفقار علي بھټو څخه پوښتنه وكړې ، بي بي كه ژوندې وه ?? هغې نه به پوښتنه شوې وه ،ده ووئېل زما دستاربندۍ له بي بي ملتان ته راغلې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل آصف زرداري به څه پوهه كړم ٬ هغه ته تاريخ څه معلوم دے ٬ د هغه سترګې پېژندګلو نشي كولې ۔كه هغه بھټو ؤ نو زما په اړه به ئې څه نه وئيل ، ما بھټو پيژني زرداري مي نه پيژني۔ ده ووئېل په دې ښار كښې د پي پي وسائلو ??او??ود معظم علي عباسي دوه وارې ماتې خوړلې ٬ دا ولې او څنګه ؟ ، هغه ځكه چې اولس ته معلومه شوې چې پي پي د بھټو نه بلكه د زرداري قبضه كرے ګوند دے ۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان څخه د درېو كلونو حساب واخلئ خو هغوې د 15 كلونو حساب وركولو له چمتو دي ؟ ،آيا په سندھ كښې انصاف شته ، سندھ پرمختګ كړے ، نن زما د ژوند يادګار وخت دے كومه مينه چې نن ما ته د سنده خلقو راكړې هغه به هيره نه كړم