اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) پاکستان د يمن پورټ حديده ښار سره نزدې د حوثيانو لخوا د متحده عرب ام??رات د كارګو بحري بېړۍ “روابي” هائي جېك كولو په سختو ټكو غندنه كړې ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل بيان كښې د بېړۍ هائي جېك كولو غندنه كولو سره وئېلې دي دې كاروائي نه يوازې د مېري ټائم نيوېګېشن آزادي بلكې د نړيوال تجارت او د منطقې سل??متيا هم خطر سره مخ كړې ۔ متحدہ عرب ام??رات سره د يوالي څرګندونه كولو سره پاکستان د بېړۍ او د عملې په سمدستي توګه د خوشې كولو غوښتنه كړې ۔ د ام??راتي ميډيا له مخې دغه بېړۍ كښې د پنځ?? هېوادونو د عملې 11 كسان موجود وو چې پكښې 7 د هند٬ او د اېتوپيا٬ انډونيزيا، فلپائن او ميانمار يو يو ملاح شامل وو٬ د سمندري بېړۍ د يمن جزيره سوكوترا څخه د سعودي عرب بندر ځائ جزان ته روانه وه كومې چې د جزيرې يو فيلډ روغتون كښې استعمالېدونكې د سعودي كمپنۍ په ليز اخستے سامان اوړلو