ملتان 07 جنوري (اے پي پي) خ??رج?? وزير مخدوم شاه محمود ق??يش?? وئيلي دي چې حكومت لپاره په دې وخت كښې تر ټولو لوي چېلنج ګراني ده چې مخ نيوي لپاره ئې وزيراعظم عمران خان احساس كفالت پروګرام پېل كړے دے، د دې پروګرام له مخې د احساس راشن رعايت پروژې بنياد هم كېښودل شوے، د سوئيلي پنجاب د محرومې احساس ختمولو لپاره لوئې پروژې پېل كړې شوې دي چې پكښې د نشتر ټو او سب سېكرټرېټ پروژې هم شاملې دي. ده دا خبرې تېره ورځ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره يو ځائ د كمشنر په دفتر كښې د اسمبلۍ غړو او د ضلعي محكمو شريكې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خ??رج?? وزير شاه محمود ق??يش?? ووئيل چې د حكومت امېج ښه كولو لپاره دې محكمې نور ځانګړي اقدامات معرفي كړي چې دغسې اولس ته ريليف وركړے شي. خ??رج?? وزير ووئيل چې حكومت د سوئيلي پنجاب پرمختګ ته خاص پام كړے او په دې لړ كښې د اروبو روپو د بنياد تيګه كېښودل شوې. غونډې ته په خپله وېنا كښې سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل چې د 3 كروړه 80 لكه نه د زياتو كورنيو د احساس كفالت په پروګرام كښې رجسټرېشن شوے، 80 لكه كورنيو سره هره مياشت 12 زره روپې مرسته كولې شي