فېصل آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو ??و خپرونو وزير مملكت ف??خ حبيب وئيلي دي چې مسيحي ټولنې ته ټولې بنيادي اسانيې او مراعات وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده، د كروړونو روپو پرمختيائي چارې مسيحي ټولنې لپاره ډالې ده. ده دا خبرې د فېصل په خوشحال ټاٶن سيمه كښې مسيحي ټولنې لپاره د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د پرانستې په موقع لوئې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعاتو ??و خپرونو وزير مملكت ف??خ حبيب ووئيل چې هغه د وزيراعظم عمران خان، حكومت او د پاكستاني اولس لخوا كرسچن ټولنې ته د دوي په مذهبي تهوار مباركي وركوي. ده ووئيل چې پاكستان د يوې ګلدستې پشان دے، زمونږ په قومي بېرغ كښې سپين ??نګ د اقليتونو نمائندګي كوي. په دې آزاده منطقه كښې مونږ ټول د ورورولې، حسن سلوك، اتحاد، يووالي، امن و سكون او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ په فضا كښې د خپل خوښې ژوند تېرروو. ده ووئيل چې زمونږ غم ??و خوشحالي يوه ده. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې اقلي??ي ټولنې ته اسانيې وركول زمونږ ذمه واري ده.