اسلام آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د احتسا?? سلاكار شهزاد اكبر وئيلي دي چې شريف كورنۍ د عدالت په كارروائې كښې خنډ او په دې اغېزمن كېدو لپاره په عدليه د بريد كولو پلان كړے. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې شهزاد اكبر ووئيل چې دا هم انكشاف شوے چې نواز شريف په خپله موجودګۍ كښې په رانا شميم په جعلي حلفه نامه لاسليك اخستې. ده ووئيل چې اوس لويه پوښتنه دا ده چې خبريال ته د اعتر??ض وړ حلف نامه چا وركړه ځكه چې رانا شميم خو وئيلي دي چې دا محف??ظ كړې شوې وه.