پېنډۍ 18 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنر??ل قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې سوئيلي آسياء كښې استحکام لپاره د كشمير شخړې سوله ايز ??ل ضروري دې٬ پاكستان سيمه ايز ??من او سوكالۍ لپاره ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې جنر??ل قمر جاويد باجوہ سره د انډونيزيا خارجه وزير ريتنولسټاري پريان ساري مرسودي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ دفاع او امنيتي مرسته كښې په اضافه، سيمه ايزه سلامتيا، د افغانستان په موجودہ صورتحال او د انساني خواخوږۍ په اقداماتو كښې په مرسته او شراكتدارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سرلښكر ووئيل پاكستان په نړيوال او په سيمه ايزو چارو كښ?? د ??نډنيزيا كردار ته په درنه سترګه ګوري٬ انډونيزيا سره دوه اړخيزه اړيكې زياتول غواړؤ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او روغې ??وړې لپاره اقداماتو ته اړتيا ده۔ سرلښكر ووئيل د سوئيلي اسياء استحكام لپاره د كشميري كشالې سوله ايز ??ل ضرورې دې۔ ده د دې عزم پخلي وكړو چې پاكستان سيمه ايز ??من او سوكالۍ لپاره ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ د انډونيزيا خارجه وزير په افغان وضعه كښې د پاکستان د کردار، د بارډر مينجمنټ خاص هڅو، سيمه ايز ??ستحكام كښې د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره پاکستان سره په هره كچه سفارتي مرسته لا ښه كولو لپاره هم خپل كردار ترسره كولو له د عزم څرګندونه وكړه