اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم اف??خار وئېلي دي په 19 دسمبر د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې به په اف??انستان كښې په بشري صورتحال غور كولے شي۔د كنفرنس كوربتوب د پاكستان د اف??انانو سره د اودرېدو د عزم تسلسل دے۔د خارجه دفتر وياند عاصم اف??خار په سوشل مېډيا اكاؤنټ يو ټوې?? كښې وئېلي دي پاكستان عمر له د اف??انانو سره ولاړ پاتي دے۔د خارجه دفتر وياند په خپل ټوې?? كښې يو وېډيو هم شئير كړې چې پكښې د اف??انستان وګرو سره د بشري همدردۍ په بنياد مرسته وركولو كښې د پاكستان هڅې ښودلې شوي٬په دې و??ت كښې د پاكستان حكومت لخوا 5 اربه روپۍ مرسته وركړې شوې۔په وېډيو كښې د امريكې د انخلا نه پس اف??انستان څخه د 80 زره وګړو په انخلا كښې د پاكستان سهولت كاري هم رامخې ته كړې شوې چې پكښې سفارتكار٬د انټرنېشنل اېن جي اوز استازي او مېډيا هم شامله ده۔په وېډيو كښې په دې هم رڼا اچولې شوې چې پاكستان په اوسنيو كښې د نوو بارډر كراسنګ پوائنټس پرانستلو سره د طورخم پوله 24/7 په بنياد آپرېشنل كولو او اف??انستان له آسانيو وركولو نه علاوه تر 31 دسمبر 2021 د اف??انستان درخواست كوونكو لپاره ويزا پروسيسنګ فيس هم معاف كړے دے