اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د آسټراليا د كركټ لوبډلې ته د فول پروف امنيت وركولو باور وركړے او وئيلي ئې دي چې په دې لړ كښې ټ??ل انتظامات شوي دي، قوم د 24 كلونو نه په هېواد كښې د پ??كس??ان او آسټراليا د مقابلو په انتظار دے. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د آسټراليا د كركټ لوبډلې امنيتي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد او د كورنيو چارو د وزارت اعلٰی چارواكو سره ملاقات وكړو. په دې موقع د پ??كس??ان كركټ بورډ ډائرېكټر انټرنېشنل كركټ ذاكر خان هم موجود و. د كورنيو چارو وفاقي وزير لوبډلې ته د فول پروف امنيت باور وركړو. ده وو??يل چې په دې لړ كښې ټ??ل انتظامات شوي دي، د سندھ او پنجاب حكومت او امنيتي ادارو سره په مكمل رابطه كښې يو. د كورنيو چارو وفاقي وزير وو??يل چې د پ??كس??ان خلق كركټ سره مينه لري، قوم د 24 كلونو نه په هېواد كښې د پ??كس??ان او آسټراليا د مقابلو په انتظار دے، هيله ده چې شائقين به د كركټ ښه لوبه وګوري. شېخ رشيد احمد وو??يل چې د لوبډلې را??ېږلو په اعلان كولو د آسټراليا د كركټ بورډ مننه كوو. پ??كس??ان ته په راتګ به د آسټراليا د لوبډلې تود هركلې كولې شي.