اسلام آباد 21 نومبر(اے پي پي) د وز??را??ظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي چې د تېرو 70 كلونو راهسې په سركاري املاك قبضې شوې دي او حكومتونه خاموش پاتې شوي، وز??را??ظم قبضه مافيا لپاره خطر دے، په ټول هېواد كښې د ځنګلاتو په 7 لكه اېكړه زمكه قبضه شوې، په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د 500 اربه په سركاري زمكه قبضه شوې ده، د سركاري زمكې مېپنګ شوے او ډېر زر به د قبضې نه بېرته ترلاسه كړې شي او په دې ب ه د بلين ټري پروژې له مخې ونې كرلې شي، قبضه مافيا به د قانون په چوكاټ كښې راوستلې شي، سركاري زمكه به په هر صورت ترلاسه كولې شي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پي آئي ډي اسلام آباد كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د وز??را??ظم سلاكار ملك امين اسلم ووئيل چې كوم خلق خ??ل ځان د قانون نه بالا ګڼي ، هغوي لپاره رېډوارننګ دے او د دې نه پس به آپرېشن پېل كولې شي. ده و??ئيل چې د سټېټ لېنډ د پنځو زره مربع كلوميټره مېپنګ شوے دے چې پكښې پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان شامل دي، د سندھ لېنډ مېپنګ لا نه دے ترسره شوے. ده و??ئيل چې په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې چې تر اوسه كومه سركاري زمكه شناخت شوې ده، د هغې له مخې په يو لك شپېته زره اېكړه زمكه قبضه ده او د دې ماليت 500 اربه روپې دے كومه به چې بېرته ترلاسه كولې شي. دغسې په سندھ كښې د دې نه هم په زياته زمكه قبضه ده كومې چې شمېرې راجمع كولې شي.