اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو تر مينځه د همږۍ خاص مرستيال علامه حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان ښكاره دريځ دے چې په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې كول پكار دي كومو ته چې څوك ګوته پورته نه كړے شي٬ سپيځلې ټاكنې هېواد او قام لپاره ګټورې دي٬اپوزېشن دې په ان??خا??ي اصلاحات كښې د حكومت مرسته وكړي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان يو جمهوري هېواد دے٬حكومت د اپوزېشن سره په ??تف??ق قانون سازي كول غواړي دغسې چې كوم ابهام پاتې نه شي۔حكومت وړاندې هم اپوزېشن ته د ان??خا??ي اصلاحات په معامله د خبرو اترو بلنه وركړی وه٬اوس هم مونږ غواړو چې چې اپوزېشن راوړاندې شي او د ان??خا??ي اصلاحاتو په معامله خپل تجاويز وړاندې كړي ٬ چې په ان??خا??ي نظام كښې سپيځلتيا باوري شي۔حافظ طاهر محمود اشرف?? ووئيل د ټاكنو نه پس د ټګۍ چغې سورې وهلې كېږي٬ګټونكې وائي چې مونږ ګټلې او ماتې خوړونكې وائي چې ټګي شوې٬ د (ن)ليګ مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پشمول د اپوزېشن ځينو غړو د دې خبرې اعتراف كړے چې تر ننه كومې ټاكنې شوي هغه سپيځلې نه دي شوي ٬ده ووئېل د سپيځلو ټاكنو لپاره اصلاحات يواځنې حل دے۔