ملګري ملتونه 10 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم د وزيراعظم عمران خان د هغې غوښتنې م??اتړ كړے چې پكښې وزيراعطم افغانستان ته د ورمخې ته چېلنجونو په سبب د انساني بحران مخ نيوي لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه د مرستې غوښتنه كړې ده۔ ده د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وئيلي دي د ځينې كالو شخړو٬ د كرون?? وائرس وباء او د وچ كالۍ له امله افغانستان كښې لوي انساني بحران راپېدا ??وے كوم چې په هېواد د مالي او اقتصادي مرستې لګولې شوو بندېزونو له امله لا پېچلے كېږي۔ منير اکرم ووئيل افغانان د لوي انساني بحران مخ نيوي لپاره هېواد كښې په لويه كچه د نړيوالې ورورولۍ لخوا غېر م??رو?? انساني مرستې ته اړتيا لري او په دې لړ كښې افغانستان ته فنانشل ليکويډيټي وركول پكار ده ٬ ده ووئېل كنګل كړې اثاثې ??ې هم بحال كړے شي دغسې چې د دوي معيشت د تباهۍ او د ستونزمندې وضعې څخه وساتلے شي۔ ده ووئيل افغانانو ته د ژوند حق وركولو ضرورت دے