اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې ناكام او د اولس لخوا رد شوي سياسي اوزګارو سياسي اكسيجن ترلاسه كو??و لپاره يوه بله غونډه كړې، څو ځله مو دوي پوهه كړي چې په سياست كښې خپل ځائ جوړولو لپاره دې د غونډو نېټې نه بلكې خپل خويونه بدل كړي، دوي مو په دې هم پوهه كړي ذي چې د اولس زړونو ته لار د سازشونو څخه نه بلكې د خپلو كانو څخه توبه كو??و سره هواره كېدې شي خو د سياسي اوزګارو د ټولګي پرېكړه ده چې په پاكستان كښې به د كو?? ښه كار برخه جوړ نه شو. د خالي په ورځ د پ?? ډي اېم د مشرانو په غونډه په خپل غبرګون كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د مولانا په امامت كښې د دوي د احتجاج سباٶن به د وړاندې تحريكونو نه مختلف نه وي. د معيشت د تباهې بنياد كېښودو سره په كو?? غريب اولس چې دوي ژوند تنګ كړے و، وزيراعظم د هغوي په مرسته كو??و كښې بوخت دے، د 120 ار??ه روپو تازه پېكج ر??تللو سره دې ډلې ته خپل سباٶن په تياره كښې په نظر راځي. ده ووئيل چې نن د ټولګي د غونډې دوهمه لويه پرېكړه دا ده چې په ټاكنو كښې د سپېځلتيا كو??ه هڅه به كاميابې ته نه پرېږدو. دا ټولګې غواړي چې په ټاكنو كښې د درغلې لارې پرانستې وي چې دغسې د دوي د بقا امكانات ژوند وي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې زمونږ مټې آزمائيل شوې دي، د چا په دوكه او دړكه كښې ??ه رانه شو.