اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د لوك ورثه مېله د پاكستان ښائسته او ځالانده څيره ??ړۍ ته ورمخې ته كوي٬ د قامي ورثې اداره زما لپاره نوې نه ده٬ دلته په راتګ خوشحالي محسوسوم۔ د ګل په ورځ د لوك ورثه تر سېوري لاندې د كلنې قامي كلتوري “لوك مېله8221; پرانستې دستورې په مهال خپلو خبرو كښې د?? ووئيل ??ا اداره د خپلې خاورې سره د تعلق لرونكو ستاسو غوندې د صلاحيت لرونكو دستكارو٬ هنرمندانو چې څنګه ډاډګيرنه كوي د دې په سبب نه يواځې روايتي فنون سره تړلو دستكارو او هنر مندانو ته نوے ژوند تر لاسه كېږي بلكې په ګرده ??ړۍ كښې د دې مېلې پحقله د پاكستان ښائسته او ځالانده څيره ??ړۍ ته ورمخې ته كېږي۔ د?? ووئيل په اصل كښې دا مېله د حكومت د هغه ترجيح??تو برخه ده د كومو له مخې چې د داسې اقدام??تو ډاډګيرنه مقصود ده چې تعلق ئې نېغ په نېغه د اولس خېرښګرې٬ د پاكستان كلتور خپرولو او ودې سره سره د اولس صحت منده تفريح سره وي۔ د?? ووئيل ??ه په دې ډېر خوشحاله يم چې نن د پاكستان قامي كلتور لوك مېلې پرانستې دستوره كښې رابللے شوے يم۔ د?? ووئيل ??ا مېله په دې لحاظ سره هم خوشبينه ده چې د دې د لارې د ټول پاكستان پراخه كلتوري رنګونه په يو ځاے ليدلې شوو او دا مېله په قامي يوالي كښې هم مهم كردار لوبوي۔ په دې موقع د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټر طلحه علي كشواها هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير شفقت محمود په مېله كښې د ګډون كوٶنكو ماهرانو او هنرمندانو هركلے وكړو۔