اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي ??زي?? علي امين خان ګڼډاپور وئيلي دي پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير ??سئ??ې امناكه حل لپاره خپل ملاتړ روان ساتي۔ 74 كاله آګاهو په ننۍ ورځ 27 اكتوبر هند د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف ورزي كولو سره په كشمير قبضه كړې وه۔ په كشمير د دغه قبضې په ضد د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لماځلو په موقعه هغه ووئيل د كشمير مېړني اولس د هند د غېر قانوني قبضې په ضد پرله پسې مزاحمت كړې دې۔ هغه ووئيل نن تش لاس ??شميرې اولس د 9 لكه وسله وال هندي پوځ ظلم او جبر ته مخامخ ټينګ ولاړ دي۔ د كشمير اولس دا نه ختمېدونكې ستړې دا ثابتوي چې د كشمير عزم څوك هم زور او طاقت سره كمزورې كولې نه شي۔ هغه ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير د آبادۍ تناسب بدلولو د هند دا هڅه د نړيوالو قوانينو ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څلورم جېنوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده۔ وفاقی وزیر ووئيل د تېرو دوه كلونو نه هند د 80 لكه كشميري اولس بنيادي آزادي محاصره كړې ده۔ هغه ووئيل هند په مقبوضه كشمير خپلې غېر قانوني قبضې ته طول وركولو له د تش لاس ??شميري وګړو ټول بشري حقونو لمينځه وړي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل د بشري حقونو دا سنګي??ې او منظمې خلاف ورزۍ د نړيوالو بشري حقونو تنظيمونو او د نړيوالې ميډيا په رپورټس كښې درج دي۔ هغه ووئيل د پاكستان لخوا په وړاندې كړې شوي ډ??زي??ر كښې په كشميري اولس د هندي ظلمونو او زياتي كوټلي ثبوتونه موجود دي۔ هغه ووئيل نړيواله ورورولي دې هند د بشري حقونو په خلاف ورزيو كولو ځواب وركوؤنكې وګرځوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د كشميري وروڼو مضبوطې جذبې او بلها قربانيو ته سلام وړاندې كوي۔ هغه ددې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير ??سئ??ې امناكه حل لپاره خپل ب??پړ?? ملاتړ روان ساتي۔ (mwa/mwa/1904)