اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك وئيلي دي چې ??وله ايز افغانستان د ” هارټ آف ايشيا” په توګه د خپلو صلاحيتونو د لارې اسيائي منطقه مربوط كولې شي او دې لپاره په افغانستان كښې د امن عمل جاري ساتل ضروري دي. د اتوار پ?? ورځ د تجارانو يو پلاوي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ?? 40 كلونو نه د روانو شخړو له امله افغانستان د اسيا پرمختګ او خوشحالې په شركت كښې حقيقي كردار ترسره نه كړے شو. ده ووئيل چې ??ايد د انفراسټركچر په پرمختګ كښې ټولو ته موقعې وركړې شي چې ??غسې منطقه مربوطه كړې شي او د افغانستان تباه شوې معيشت فعاله كړې شي ، دې سره به نويو منډيو ته د رسنې لارې پرانستلې شي. ده ووئيل چې ?? سوله ايز افغانستان څخه به پاكستان هم استفاده وكړي. د افغانستان د لارې د مېنځنې اسيا نېغه لار به پاكستان ته د اېران يا چين د لارې په ??ائ اسان او زيات موثر متبادل وركړي. پاكستان به خپل سامان لپاره نويو منډيو ته رسنه ترلاسه كړي او خپلو اسلامي ګاونډيانو سره به اړيكې قوي كړې شي. ده ووئيل چې ??فغانستان د خپل ستراتېژيكي جعرافيائي پوزيشن د لارې نه يوازې خپل معيشت ښه كولې شي بلكې د منطقې په خوشحالې كښې هم مرسته كولې شي.