اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د پېنډې اسلام آباد فوټو جرنلسټس اېسوسي اېشن صدر سهېل ملك، س??كر??ري جنرل جاوېد قرېشي او نورو نوي?? ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې فوټو جرنلسټس په مېډيا كښې مهم كردار لري، فوټو جرنلسټس په هره موقع تر ټولو وړاندې وي. د اتوار په ورځ د مباركې په پېغام كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې خبريالان، فوټوګرافرز او مېډيا وركرز په صحت انصاف كارډ او هاٶسنګ سكيم كښې شاملوو. ده ووئيل چې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت به د خبريالانو او فوټو جرنلسټس تربيې او د كار استعداد زياتولو لپ??ره ټولو اړوند ډلو سره په ګډه كار كوي. ده هيله څرګنده كړه چې نوي ټاكل شوي مشران به د فوټو جرنلسټس خېر ښېګړې او وظيفه اي خدماتو كښې اسانيې وركولو لپ??ره كليدي كردار ترسره كړي.