ډېره اسماعيل خان 23ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ په كروندګرو كښ?? كسان كارډز او د قحطې ملخانو خاتمې لپاره د موټرسائيكلز كونجيانې ووېشلې دي٬په دې لړ كښ?? كسان كنونشن وشو۔چې پكښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬وزيراعلٰی مح??ود خان٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور او د وزيراعظم د غذائي تحفظ خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه هم موجود وو۔وزيراعظم په كروندګرو كسان كارډز ووېشل ٬په وړومبي پړاؤ كښې د صوب?? په 5 لكه رجسترډ كروندګرو كښې 2 لكه كروندګرو له كسان كارډز وركړے شول ۔كسان كارډز به د هېواد په ټولو اے ټي اېم مشينونو كښې استعمالېدې شي٬وړومبي پړاؤ كښې به د كروندګرو ډېټا بيس ښه كولې شي او هغوي له به سبسډي وركولې شي٬په دوهم پړاؤ كښې به كروندګرو له د سود نه غېر/ په كم مارك اپ قرضې وركولې شي او د فصلونو انشورنس به كولې شي۔د دې ن?? علاوه هغوي له به د قدرتي آفتونو په صورتحال كښې مالي مرسته هم وركولې شي٬دغس?? په صوبه كښې به د كركيلې ودې لپاره د مالي ك??ل 22-2021 په مهال كروندګرو له 1048.38 ملين روپۍ سبسډي وركولې شي