اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) اقتصادي رابطه كمېټۍ د آزاد جمو كشمير لپاره د 3 لكه مېټرك ټنه غنمو ٬ د 70 اېم اېم جي آر اېل اېن جي ورك??لو او د ??ېف بي آر د آئي ټي ډهانچې پرمختګ لپاره د 3860 ملين روپو منظوري وركړې۔ په دې مهال د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين ووئيل حكومت د غنمو بيعه مستحكم ك??لو او په ټول هېواد كښې په ارزانه بيعه باوري ك??لو لپاره عزم لري۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)غونډې مشرۍ ك??لو په مهال وكړه۔د صنعت او پېداوار وزارت د ربيع سيزن 22-2021 په مهال په اېس اېن جي پي اېل اډانه پلانټس(ایګریټیك اور فاطمه فرټیلائزر)ته د آر اېل اېن جي رسنې لپاره يوه سمري وړاندې كړه۔اي سي سي د 70 اېم اېم جي آر اېل اېن جي رسنې منظوري وركړه او كومې له چې په هېواد كښې د يوريا مجموعي طلب كم??لو لپاره د سرې جوړونكو كمپنو نمائندګانو سره د مشاورتي غونډې ك??لو سپارښتنه وشوه۔ دغسې اي سي سي د پي آئي اے ضرورت له مخې د جي او پي كېش سپورټ لپاره د ايوي اېشن ډويژن لخوا په وړاندې كړی سمرۍ غور وكړو او منظوري ئې وركړه۔۔ غونډې د مناسب غور ك??لو نه پس منظوري وركړه چې په ايكسپورټ پالېسۍ آرډر 2020 كښې دې ضروري بدلون وكړے شي چې د اېم اي پي شرط منسوخ كړے شي او زمونږ برآمدات په نړيوال بازار كښې مسابقتي شي۔ دغسې د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريس??چ وزارت د مالي كال 22-2021 لپاره د پاسكو اسټاك كښې آزاد كشمير ته د غنمو ورك??لو لپاره يوه سمري وړاندې كړه د كومې چې منظوري وركړې شوه ۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ د زياتېدونكو سائبر بريدونو مخ نيوي او د ټېكس وركوونكو ډېټا خوندي ك??لو لپاره د ??ېف بي آر د آئي ټي ډهانچې پرمختګ لپاره د 3860 ملين روپو منظوري هم وركړې ۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬ د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ رېس??چ وفاقي وزير سيد فخر امام٬د توان وفاقي وزير حماد اظهر ٬د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي زيدي٬د صنعت او پیداوار وفاقي وزير خسرو بختيار٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب٬وفاقي سېكرټريز٬ د ??ېف بي آر چيئرمېن٬د پلاننګ ډپټي چيئرمېن او نور سي??ئر افسران ګډون كولو۔دغسې د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو