اسلام آباد 10ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د صحت كارډ وركول د موجوده حكومت يو مهم اقدام ګرځولو سره وئېلي دي يونيورسل هېلت كورېج د اوسني حكومت د وژن مهمه برخه ده٬په دې منصوبه عملدرآمد باوري كولو له به وفاق او په صوبائي كچه خ??وصي سېل جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ??رځ پنجاب كښې د صحت كارډ وركولو په حقله د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان او ډاكټر شهباز ګل٬د پنجاب دصحت وزيرې ډاكټر ياسمين راشد٬د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تيمور سليم جهګړا او نورو افسرا??و ګډون وكړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د پنجاب په 36 ضلعو كښې به د 4 كروړه صحت كارډز وركولو عمل د 31 دسمبر څخه پېل شي او تر مارچ به بشپړ كړے شي۔د دې آسانيو ښه استعمال باوري كولو لپاره په ??ويه توګه د اولسي خبرتيا كمپائن هم پېل شوے ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښټنه وكړه چې د دې منصوبې نفاذ باوري كولو لپاره ټول وسائل وكاروي۔ دغسې وزيراعظم د صحت كارډ وركول د موجوده حكومت مهم اقدام ګرځولو سره وئېلي دي يونيورسل هېلت كورېج وركول د موجوده حكومت د وژن مهمه برخه ده۔ده ووئيل د صحت كارډ په سوب چرته چې د ټولنې كمزورو طبقو ته به د صحت معياري آسانۍ ترلاسه شي دغسې هلته به روغتونونههم وده ومومي۔وزيراعظم د صحت وزيرانو ته سپارښتنه وكړه چې د صحت كارډ د لارې معياري آسانۍ باوري كړئ