اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي د?? په مقبوضه جمو و کشمير به د هند غاصبانه قبضه تر ډېرې مودې نه وي٬ هلته به د سيد علي ګېلاني غوندې خلق به راپېدا كېږي۔ صدر دا خبرې د زيارت په ورځ د حريت ل??رښ??د سيد علي ګېلاني د جنازئ غائبانه مونځ ادا كولو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ د ارواښاد غائبانه جنازه د پار??ما?? په چمن كښې وشوه چې پكښې پار??ما??ي غړو٬ وزيرانو او د آزاد جمو و كشمېر صد?? او وزيراعظم نه علاوه نورو سياسي شخصياتو هم ګډون وكړو۔صدر سيد علي ګېلاني ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مقبوضه جمو و کشمير تر آزادۍ به دغسې حريت پسند راپېدا كېږي۔ ده ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې په مس??ما??انو ظلمونو سره سره هند كښې اقليتونو سره ناوړه سلوك د افسوس وړ دے كوم چې به د هند د بربادۍ سب?? جوړېږي څوك چې خپله هند كښې د تعصب او اقليتونو په ضد د كركې اور تازه كوي۔ صدر ووئيل ملګرو ملتونو د مقبوضه جمو و کشمي?? اولس ته د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لوظ ترسره نه كړو چې ورسره د ادارې تشخص ځپلے شوے۔ ده ووئيل د كشميريانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي او د دوي د آزادۍ نمر به څيره وهي