اسلام آباد31 اګست (اے پي پي) ??در ډاکټرعارف علوي وئيلي دي د مصنوعي ذهانت څانګه چېلنجونه لري او زمونږ ځوانانو له به خپل ځان د دې چېلنجونو مخنيوي لپاره چمتو كول وي٬ هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره سمولو لپاره د جديد ټېكنالوجي او پوهه لرونكو ځوانانو ته اړتيا ده٬ حكومت انفارمېشن ټېکنالوجي ته ډېر اهميت وركوي او ځوانانو ته هنر وركولو لپاره ډي جي سكلز او د كامياب جوان له مخې يو شمېر پروګرامونه پېل كړې شوي دغسې چې دا ځوانان زمونږ په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې خپل كليدي كردار ولوبولے شي۔ د نهې په ورځ په نېشنل يونيورسټي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي (نسټ) سنټر فارآرټيفيشل انټيليجنس تر سېوري لاندې د آرټيفيشل انټيليجنس ټېك کورس كال 2021 د پائې دستورې ته خپل خطاب كښې ??در ووئيل د سائنس او ټېکنالوجي په څانګه كښې تحقيق او د اختراعي ټيکنالوجيز څخه بشپړه استفاده كوٶنكي قامونه د پرمختګ منزلونه په تندۍ سر?? سر كولې شي، زمونږ لويه كاميابي د معلوماتو سم او په وخت استعمال او د څيزونو د وړاندې نه پېژندګلو سر?? تعلق لري ۔ ??در په ټېکنالوجي اېکسپو او سټارټ اپ چېلنج كښې د پاکستانو محققينو او زده كوٶنكو په مصنوعي ذهانت آډانه مصنوعاتو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او وې وئيل دا خبره خوشبينه ده چې په دې مصنوعاتو كښې زمونږ ټولنې او صنعتونو ته د ورمخې ته چېلنجونو په اختراعي طريقو احاطه شوې ۔ ??در ووئيل حکومت انفارمېشن ټېکنالوجي ته ډېر اهميت وركوي٬ دې صنعت ته د پام ګرځولو په نتيجه كښې په تېر مالي كال كښې د پاكستان د آئي ټي برآمدات 2.12 اربه ډالرو ته رسېدلي۔ ??در ووئيل د آرټيفيشل انټليجنس ټېك کو??س 2021 غوندې اقداماتو سر?? په هېواد كښې د رامخې ته ټيکنالوجيز لكه کلاوډ کمپيوټنګ ، آرټيفشل انټيليجنس، سافټ وئېر ډويلپمنټ او ډيټا اينا ليسز ته د ترقۍ وركولو استعداد لرو۔ ??در د آرټيفيشل انټيليجنس ټېك کو??س 2021 كښې زده كوٶنكو، محققينو، د اختراع کارو اختراعي آئيډيا او د خيالاتو ستائنه وكړه او په اېكسپو كښې انعامونه او اعزازونه ترلاسه كوٶنكو له ئې مباركي وركولو سر?? ووئيل زه باور لرم چې دې ډول پروګرامونو او اقداماتو سر?? به د نسټ سنټر فارآرټيفيشل انټليجنس هېواد كښې د مصنوعي ذهانت ودې او څرګندولو له د وړومبي سنټر اعزاز ترلاسه كړي۔ ??در ووئيل زه باور لرم چې سنټر به په علم آډانه معيشت رامخس ته كولو كښې حکومت سر?? معاونت وكړي۔ ??در ووئيل د مصنوعي ذهانت په بنياد سباٶن كښې لوي بدلونونه د رامخې ته كېدو امكان دے خو ضرورت د دې خبرې دے چې زمونږ ځوانان په دې كښې پوهه او تجربه ترلاسه كولو سر?? د هېواد خدمت وكړي ځكه چې ټېكنالوجي د انسانانو په ژوند كښې بهتري راوستلو كښې كليدي كردار لري۔ ده ووئيل پاکستان لپاره په سائبر سيکورټي كښې پوهه ډېره ضروري ده، دا آسانه ټېكنالوجي ده او الحمدالله مونږ په دې څانګه كښې وسائل او پوهه هم لرو۔ ??در ډاكټر عارف علوي د آرټيفيشل انټيليجنس ټېك کو??س 2021 كښې په غوره كاركردګۍ زده كوٶنكو او محققينو ته انعامونه هم وركړل۔ په دې موقع د پوهنتون رېكټر لېفټېننټ جنرل (ر) جاوېد محمود بخاري هم دستورې ته خطاب وكړو۔