اسلام آباد24اګست (اے پي پي) د قامي اسمب??ۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ادارې زياتې مستحكمې٬ ګټورې او اولسته د معياري خدمات وركولو جوګه كولو لپاره اداره جاتي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے٬ په سركاري ادارو كښې د اصلاحاتو نه غې?? د فلاحي رياست خوب نشي رښ??يا كېدے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اداره جارتي اصلاحاتو او كفايت شعارۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسېن سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو ۔ اسد قېصر ووئيل د کفايت شعارۍ او سخت مالياتي نظم او ضبط خپلولو امر په نتيجه كښې د قامي اسمب??ۍ سېكټرېټ پخپل?? خرڅونو كښې ډېر كمے او په تېر مالي كال كښې د 38.9 مېليونه روپو تاريخي بچت كړےكوم چې په قامي خزانه كښې جمع كړے شوے۔ په دې موقع د وزيراعظم صلاحكارډاکټر عشرت حسېن کفايت شعارۍ لپاره اقدامات او د اولس پېسه بچ كولو لپاره د سپيكر د خاص هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل موجوده حكومت په ادارو كښې اصلاحات لپاره په پاليسو جوړولو عمل كوي۔ ده ووئيل په ادارو كښې اصلاحات سره به هېواد كښې د معاشي او اقتصادي پرمختګ نوے دور پېل شي