اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د پارليماني چارو وزير علي محمد ??ان وئيلي دي ??اك??تان او زمونږ د قامي سلامتيا ادارې ففت جنرېش وار سره مخ دي۔ مونږ له به دا مهال خپل سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره د يو قام په حېث ځواب وركول وي۔ د سي پېک ترسېوري لاندې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته رسنه افغانستان كښې امن سره تړلې ده۔ ??اك??تان به افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي۔ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل افغانستان كښې امن سره د ټولې منطقې امن تړلے دے۔ كه افغانستان كښې امن وي نو ټوله منطقه كښې به امن وي۔ پاکستان به افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي خو مونږ د كوم كار لپاره هغوي مجبورولې نه شؤ۔ د افغانستان د سباؤن پرېكړه به افغان اولس له خپله كول وي۔ كه افغان اولس دامهال سمې پرېكړې وكړې نو دا به د راتلونكو نسلونو په ګټه وي۔ علي محمد ??ان ووئيل د افغان جنګ د لاسه زيات زيان ??اك??تان ته رسېدلے دے۔ كه دغلته ناامني خپره شي نو په ??اك??تان به ئې نېغ په نېغه اغېز وي ځكه ??اك??تان افغانستان كښې امن غواړي۔ هغه ووئيل مونږ غواړو چې افغانستان كښې بيا خانه جنګي نه وي۔ اوس د افغان اولس حق دے چې قلم هغوي ته لاس كښې وركړې شي او هغوي د پرمختګ په ??ار?? روان شي۔ هغه ووئيل ??اك??تان افغانستان سره پخوانۍ اړيكې لري۔ پاکستان د امريكا او ??ال??ان ترمينځه امن ل??ظنامه او انټرا افغان ډائيلاګ كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ مونږ لپاره افغانستان كښې څوك فېورټ نشته۔ هغه ووئيل غواړو چې افغانستان كښې داسې حكومت جوړ شي په كوم كښې چې د ټولو ډلو نمائندګي وي دغسې چې شخړه ختمه شي او افغان اولس خوشحاله شي