اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر وئيلي دي به يوه ورځ كښې د 10 لاكه وګړو د وېكسي نېشن هدف مو سر كړے۔ د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل تېره ورځ د 10 لكه 72 زره وګړو وېكسينيشن وكړے شول۔ هغه ووئيل د وفاقي ادارو په مرسته ريكارډ وېكسينېشن كېږي۔ هغه ووئيل په ګرد هېواد كښې تېره ورځ 10 لکه 72 زره 342 وګړو ته و??كسين ډوز ولګولے شول چې ورسره د وېكسين لګوؤنكو ټوله شمېره 3 کروړه 19 لکه 29 زره 581 ته ورسېده۔ پاكستان كښې د كورونا وېكسين كمپائن پېل 6 مياشتې وړاندې شوے ؤ۔ هغه ووئ??ل هېواد كښې د كورونا د لاسه نور 67 كسان په حق رسېدلې۔ هغه ووئيل د اسلام آباد نيمې ودانۍ ته د وېكسين يو خوراك لګولے شوے۔ پېښور او پېنډۍ ك??ې د 35 فیصد، فیصل آباد 28 ، ګوجرانواله ، سیالکوټ ٬ سرګودھا 27 فیصد ٬ كراچۍ 26 او د حېدر آباد 25 فيصد ودانۍ وېكسي نېشن شوي۔ وفاقي وزير يو وارې بيا اولس ته خواست وكړو چې هغوي په كورونا اېس او پيز عمل وكړي او زر تر زره و??كسي نېشن وكړي