اسلام آباد 20 جولائې (اے پې پې) پاکستان نړيوالې ورورولۍ سره د جولائي په 19مه نيټه ?? بغداد صدر كښې په يو ماركيټ كښې د ترس??ه شوې بمي چاٶدنې په سختو ټكو غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې د 35 قېمتي ځانونو زيان شوې او يو شمېر نور ټپيان شوې دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې مونږ غمژنو كورنيو سره د يوالي او خواخوږۍ څرګندونه كوٶ او د ترهګرۍ په دې ناوړه بريد كښې د ژوبل شويو زر روغتيا لپار?? لاس په دعا يو۔ وياند ووئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ ??ندنه كوي او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ورور عراق حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه كوي۔