اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه ك??ېټ??(اي سي سي)د كامياب پاكستان پروګرام٬ د يوټېلټي سټورز كارپورېشن د لارې د دريو ضروري څيزونو د سبسډائز بيعې لا ښه ??ول?? په لړ كښې د نظرثاني شوو بيعو او آزاد جمو و كشمير كښې د نيكسټ جنرېشن موبائل سروسز نيلامۍ په اړه د پالېسۍ هدايات مسودې منظوري وركړې۔اقتصادي رابطه ك??ېټ?? د پومبې د دوه لكه ګانټهو اخستو او د دوه لكه ټنه چينو درآمد سمري منظور كړې ۔د اقتصادي رابطه ك??ېټ?? غونډه د جمعې په ورځ د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار سېكرټري د وزيراعظم رېليف پیكج 2020 له مخې په پنځه ضروري څيزونو د سبسډۍ په موده كښې د 15 جولائي 2021 نه تر 30 ستمبر 2021 انټرپرائز ريسورس پلاننګ(اي پي آر)د نظام په بشپړه توګه تر فعاله كېدو د پراختيا سمري وړاندې كړه۔د دې نه علاوه اي سي سي په يوټېلټي سټورز او عام ماركيټ كښې د درېو ضروري څيزونو 20 كلو وړو په 950 ٬ غوړي په 260 روپۍ كلو او چيني په 85 روپۍ كلو د نظرثانۍ هم منظوري وركړې٬اي سي سي د دې معاملې تفصيلي جاج اخستې۔۔په غونډه كښې د كامياب پاكستان پروګرام هم منظوري وركړې شوې٬غونډې ته وئېلې شوي دا نوو كاروباريانو او كرونده ګرو ته د وړو او آسانو قرضو ور??ول?? فليګ شپ پروګرام دے۔د دې پروګرام له مخې به كاروباريانو او كرونده ګرو ته د كامياب كاروبار او كامياب كسان پروژو تر مخه وړې او آسانې قرضې وركولې شي۔ د پروګرام له مخې نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي د لارې به د كم لګښت كورونو جوړولو لپاره هم قرض وركولې شي۔غونډې ته ووئيل شول د پروګرام د سيوري لاندې به كامياب هنرمند پروګرام پېل كولې شي چې ترمخه به يې تكنيكي او پېشه وره تربيه وركولې شي۔غونډې ته ووئيل شول كامياب پاكستان پروګرام ترمخه په معاشي توګه كمزورو 40 لكه كورنيو له به قرض وركولې شي دغسې د نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي ترمخه 27 لكه روپۍ او د دې نه غېر تر 20 لكه روپو آسانې قرضې وركول هم د پروګرام برخه ده۔په غونډه كښې د وزيراعظم د وژن له مخې د غريبۍ ختمولو په لړ كښې په تفصيلي پروګرام مرتب ??ول?? په اړه د ټولو اړوندو كسانو او ادارو كاركردګي ستائېلې شوې۔د خزانې وزير ووئيل پروګرام ته حتمي شكل ور??ول?? لپاره د ټولو اړوندو ډلو سره تفصيلي مشاورت شوے۔ده ووئيل د مرتب كړې تګلارې له مخې وړې قرضې به هم جاري كولې شي۔ اي سي سي د پورټ قاسم اتهارټي د 86.6 ملين روپو انجينئر كنسلټنسي سروس اپ ګرېډېشن كنټرېكټ ور??ول?? سمرۍ هم منظور كړې ۔ دغس ېاي سي سي د پورټ قاسم اتهارټي٬كراچۍ پورټ ټرسټ او ګوادر پورټ اتهارټي بورډ له د خپلو سمندري اثاثو پاكستان ميرين اينډ شپنګ سروسز كمپنۍ پرائيوېټ لمېټډ ته د منتقل ??ول?? اجازه وركړه۔په غونډه كښې ?? كووېډ 19 په تناظر كښې په 19 فروري 2021 په شوې غونډه كښې د وزيراعظم د زراعت مالياتي پېكج كښې د بدلون منظوري هم وركړې شوه