اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پي ټي وي اېچ ډي كړے شوے٬وزيراعظم به د اېچ ډي ټرانسمېشن پرانسته كوي٬په تېرو حكومتونو كښې 1800 كسان د ورځې په بنياد بهرتي كولو نه پس مستقل كړے ??وي چې په سوب يې ټوله اداره كېښناستلې ۔اوس مونږ په دو?? كلونو كښې د ادارې كاركردګي ښه كړې ده ٬مونږ به دا په بشپړه توګه يوه ګټه وره اداره ??وړ??ؤ۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر سيمي ايزدي٬سېنېټر افنان الله خان او سېنېټر رخسانه زبيري پوښتنو په ځواب كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل 55 كروړه روپۍ كومې چې پي ټي وي ته ترلاسه ??وي په دې كښې د اسلام آباد سنټر په بشپړه توګه اېچ ډي كړے شوے٬اوس پي ټي وي په بشپړه توګه ايچ ډي كړے شوے ٬ د اګست په څلورمه نېټه به وزيراعظم عمران خان د پي ټي وي اېچ ډي ټرانسمېشن پرانسته كوي ۔ ده ووئېل پي ټي وي كښې اصل مسئله دا ده چې په تېرو حكومتونو كښې 1800 ملازمين په ډيلي ويجز بهرتي كړے ??وي او بيا هغه رېګولر كړے ??وي ٬مونږ له دې ادارې ته 32 كروړه روپۍ وركول دي ۔ده ووئېل مونږ په دو?? كلونو كښې د ادارې كاركردګي ښه كړې ده ٬مونږ به دا په بشپړه توګه يوه ګټه وره اداره ??وړ??ؤ٬هيله ده چې تر يو كال به د پي ټي وي د لائسنس چې كوم فيس اخستلے كېدو هغه به ن?? اخلو٬مونږ به دا په خپلو پښو اودروؤ۔ده ووئيل پي ټي وي نيوز اېچ ډي شوے٬پي ټي وي هوم په جزوي توګه بشپړ شوے٬پي ټي وي سپورټس به د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې راتلونكو شپږو مياشتو كښې اېچ ډي كړے شي۔