نوښار 12 جولائي (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خان خټك وئېلي دي پخوانو حكومتونو كښې اولس ته د ??حر??مۍ نه زيات هېڅ په لاس نه دي ورغلې۔د پي ټي آئي حكومت د اولس د ژوند معيار ښه كولو ته پام كوي٬مونږ هڅې كوو چې د اولس د ??حر??مۍ ازاله وكړے شوو۔زمونږ خلقو ته چا د اسلام په نوم دوكه وركړې او چا د قام پرستۍ په نوم٬مونږ د تېرو 40 كلونو نه د اولس خذمت كوو۔ډېر زر به م??نږ د غريبانانو په كورونو سولر سسټم لګولو سره اولس ته لويې آسانې وركړو۔ده دا خبرې په بره آضاخيل كښې د پخواني ناظم باچا كاكا په استوګنه يوه لويې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل د 40كلونو څخه د اولس د خذمت سياست كوم٬زما سياست د اولس ستونزې ختمول دي چ?? سره م?? د دروغو لوظونه نه دي كړې٬مونږ سياست عبادت ګڼوو