اسلام آباد25جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو و??اق?? وزير چوهدري فواد حسېن د پاکستان ټيلي ويژن کارپورېشن او د پاکستان براډ کاسټنګ کارپوريشن تکنيکي اپ ګريډيشن او د جدت پحقله د جاپان او پاکستان ترمېنځه په مشتركه منصوبو د زر تر زره د عملدرآمد په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي پاکستان اوجاپان د شپږو لسيزو څخه د ګڼ اړخيزه فعاله شراكتدارۍ وړ هېوادونه دي۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ پاكستان كښې د جاپان سفير كني نوري متسودا سره په ملاقات كښې كړې ۔ چوهدري فواد حسېن سفيرته ووئيل پاکستان ټيلي ويژن (پي ټي وي)، پاکستان براډ کاسټنګ کارپوريشن (پي بي سي) اور ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) داوسني وخت غوښتنو سره سموو۔ ده ووئيل د نوموړو نړيوالو خبر رسنيو ادارو په طرز اے پي پي په پريميم نيوز ايجنسۍ د بدلولو عزم لرو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د هېواد په لويو ښارونو كښې به 11 جديد اسټوډيوز جوړوٶ چې مقصد ئې د اے پي پي جديد ترين وېډيو نيوز سروس جوړول او استحكام دے ۔ ده د جاپان سفير د ميډيا ټېكنالوجي پوهنتون جورولو لپاره د حكومتي ګامونو نه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د بشري وسائلو تربيې لپاره د جاپان مرسته ضروري ده۔ ده د ګېيمنګ او ايني ميشن پ?? مېدان كښې د دواړو هېوادونو د مرستې په حاجت زور رواړلو سره ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكو ته لا وده وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ و??اق?? وزير د فلم ، ډرامه، پوډ کاسټ او جوائن?? پروډکشن پ?? څانګو كښې د جاپان سره د مشتركه منصوبو په ضرورت هم زور رواړو۔ و??اق?? وزير او د جاپان سفير د ميډيا او اطلاعات په څانګه كښې د پاكستان او جاپان ترمېنځه په روانو مشتركه منصوبو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جاپان سفير کني نوري متسودا د ګېمنګ او اېني ميشن پ?? څانګو كښې مرستې لپاره د جاپان د خوښۍ څرګندونې سره ووئيل د جاپان كمپنيکاډوکاوا په پاکستان كښې په خاص توګه د اېني مېشن او انټرټينمنټ په څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ چوهدري فواد حسېن پ?? دې څانګه كښې د جاپان د پوهې او تجربو څخه د ګټې پورته كولو خوښي ولرله۔ د جاپان سفير و??اق?? وزير ته ووئيل”اېن اېچ کے” به راتلونكي كال ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 70مه سالګيره پاكستان كښې اردو سروس پېل كوي۔ د جاپان سفير د دواړو هېودونو ترمېنځه د ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د اقداماتو پحقله د و??اق?? وزير د مرستې ستائنه وكړه ۔ دغسې و??اق?? وزير د جاپان سفير ته پاكستان كښې د”ټرانګو مېن8221; فلم جوړولو او شوټنګ لپاره د خپل هر ډول ممكنه مرسته باور وركړو۔