اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د دفاع وزير پروېز خټك ??ئي??ي دي د اپوزيشن لخوا په بجټ تنقيد او د بې وزلۍ په اړه شور يوه ډرامه ده۔ بجټ 22-2021ء د معاشي بدلون رامخے ته كولو بجټ دے۔پخوا هم مونږ كے پي كے كښې د اصلاحاتو د لارې صوبه د پرمختګ په لار روانه كړې وه چې په نتيجه كښې ئې اولس يو وارې بيا مونږ په زيات مېنډېټوټاكلو ۔ هغه و??ئي?? وزیراعظم عمران خان د تعمیرات او صنعتونو څانګې ته په مراعات وركولو د هېواد معيشت په خپلو پښو اودورولے ۔ په كال 2023ء كښې به يو وارې بيا اپوزشين ته معلومه شي چې عمران خان څوك دے۔ د كووېډ د لاسه د ګردې نړۍ معيشت ځپلے شوے خو د عمران خان د سمو او په وخت پرېكړو په نتيجه كښې د هېواد معيشت سلامت پاتي شوے ۔ د ګل په ورځ ق??مي اسمبلۍ كښې د اے اېن پي پارليماني لارښود امير حېدر خان هوتي د بجټ وېنا كښې د پورته كړو نكتو په ځواب كښې پروېز خټك و??ئي?? وګړو د هېواد لپاره د سرونو قربانۍ وركړي۔ مونږ د دوي د قربانيو اعتراف كوؤ۔ مونږ له به دا سوچ كول وي چې مونږ هېواد له څه وركړي۔ پاكستان خو مونږ ته هر څه راكړي مونږ له به هم پاكستان له څه كول وي۔ هغه و??ئي?? يو بهترين بجټ وړاندې كړے شوے كوم چې په ټول هېواد كښې د بدلون رامخې ته كولو بجټ دے۔ د دې نتيجه به هغه وخت رامخې ته شي كله چې هېواد پرمختګ وكړي۔ هغه و??ئي?? كه د دوي په حكومت كښې په هېواد كښې دومره پرمختګ شوے ؤ نو هېواد به بلېك لسټ كېدو ولې۔ هغه و??ئي?? مونږ آئي اېم اېف ته د دوي د اخستې شوو قرضونو قسطونه ادا لپاره تللې يوو۔ هغه و??ئي?? هېواد كښې بهتري رامخې ته كېږي۔ كارخانې روانې شوي۔ هغه و??ئي?? كله چې د پي ټي آئي حكومت اقتدار ترلاسه كړو نو مونږ سره د زرمبادلې پنګې كمې وې او اوس مونږ د 25 اربه ډالرو پنګې لرؤ۔ سمندر پورې پاكستانيانو خپل كردار ترسره كړے۔ د آئي ټي په لړ كښې هېواد پرمختګ كړے۔ هغه و??ئي?? هېواد په تعميراتي څانګه چلېږي او دا ځكه چې دې سره نورې څانګې تړلې وي۔ كه دوي خپل دور كښې تعميراتي څانګې ته پام ګرځولے ؤ او هغې ته ئې مراعات وركړې وو نو نن به دا حالات نه وو۔ هغه و??ئي?? وزيراعظم تعميرات څانګې ته مراعات وركړل چې ورسره د روزګار موقعې رامخې ته شوي۔ هغه و??ئي?? څومره مراعات چې دې حكومت د كركيلې څانګې ته وركړې د دې نه وړاندې كوم حكومت نه دي۔ هغه و??ئي?? شهباز شريف دا تور لګولے چې مونږ پخپل حكومت كښې په كے پي كے كښې يو پوهنتون هم نه دے جوړ كړے۔ زه هغه ته د مناظرې چېلنج وركوم چې راشه خپلې شل كلنې او زما پنځه كلنې كاركردګۍ ته اوګوره چې څنګه ده۔ د پنجاب خلقو مياں شهباز شريف مسترد كړے ۔ هغه و??ئي?? زمونږ كاركردګي ټولو د ټاكنو نه وروستو ليدلې۔ مونږ د اي ټېنډرنګ نظام لاګو كړے۔ مونږ سائنټېفک مائننګ اېكټ منظور كړے۔ مونږ د اونو په وهلو بندېز لګولے ۔ مونږ د سېلاب مخنيوي له اونې نال كړي۔هغه ووئېل ما د اعلی وزير په توګه د فول پروف سسټم هڅه كړې دغسې چې د غلا او ډاكې مخنيوي وكړې شي۔ مونږ په كے پي كے كښې 12 پوهنتونونه جوړ كړي۔ شهباز شريف ته بلنه وركوم چې راشي او اوګوري۔ زمونږ په دور كښې 90 كالجونه جوړېدل پېل شوې وو۔ مونږ كے پي كے كښې 22 زره پرائمري سك??لونه جوړ كړي ۔ مونږ په صوبه كښې سو فیصد هائیر سکېنډری سك??لونه اپ ګرېډ كړي ۔ 8 زره سك??لونه مو سولرائز كړي ۔هغه ووئېل 70 زره استاذان مو بھرتي كړي ۔ پوليس مو خپلواكه كړي ۔ په 70 كلونو كښ صوبه كښې 4 نيم زره ډاكټران وو مونږ ئې شمېره يو په دوه كړې۔ هغه و??ئي?? مونږ د اول نه تر 5 ټولي د ناظرې او د شپږم نه تر دولسم د قرآن ترجمې سره د ښودلو قانون جوړ كړے۔ د دفاع وزير پروېز خټک و??ئي?? د بي آر ټي په حقله په ما زيات ټكونه وكړے شول۔ په پنجاب كښې د مېن كورېډور يوازې ټېنډرې ښودلې شوې ٬ دوي د كرايې بسونه چلوي ٬ مونږ بسونه اخستې دي۔ په 12,11 اربه روپۍ مصرف كولو سره تجارتي پلازه جوړه كړې شوې ۔ هغه و??ئي?? كله چې د بي آر ټي لنك روټس پرانس??ے شي نو ټول ښار به ترې استفاده كوي