اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان دے۔ پخوا به شدت خوي او انتها خوښي پاكستان سره تړلې شوه۔ اوس پاكستان نوې ټېكنالوجي لرونكې مصنوعات برآمد كوؤنكے هېواد جوړ شوے دے۔ اېکسپو دبئی 2020ء د پاكستان بلها قيمتي خزانې نړۍ ته د ښكاره كولو غوره موقعه ده۔ د پاکستان پوېلین د لارې به د هېواد مثبت او ترقي پسند تشخص رامخې ته كولو كښی مرسته ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څ??ګن??ونه هغه د اتوار په ور ځ ځائي هوټل كښې د اېکسپو 2020 دبئی لپاره د پاكستان پوېلين او د دې د مخكتنې دستورې ته د خاص مېلما په حېث خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد ٬ د ??رې?? ډېوېلپمنټ اتھارټي آف پاكستان (ټی ډېپ) چيف اېګزېکټو آفیسر ??ار?? احمد خان، د پاکستان میډیا، ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی آف پاکستان ایکسپو 2020 پېټرن ټرسټیز او د اېډوائزري كمېټۍ مهمو عهدېدارانو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل په 1876 كښې ګراهم بېل خپل فون ??ه داسې يوه مېله كښې م??ار??ي كړې و۔ په كال 1939ء كښې په اولني ځل د لائيو ټي وي ټرانسمېشن په يوه داسې مېله كښې ښودلې شوے و۔په كال 2005 كښې جاپان اېچ ډی ټی وی وړاندے كړو او دې سره كميونيكېشن كښې بدلون رامخے ته شو۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان دے۔ پخوا به شدت خوي او انتها خوښي پاكستان سره تړلې شوه۔ اوس پاكستان نوې ټېكنالوجي لرونكې مصنوعات برآمد كوؤنكے هېواد جوړ شوے دے۔دستورې د وزيراعظم د تجارت صلاكار عبد الرزاق داؤد هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل زمونږ پويلين به سرمايه كار او سېلګري پاكستان ته تشويق كړي۔ هغه ووئيل مونږ پرائیوېټ سېكټر څخه اېکسپو 2020 له يو اربه نه د زياتو روپو سرمايه جمع كړې ده۔