اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي اسلام آباد كښې د څه مودي راهسې د ترهه ګرۍ پېښي زياتي شوي، د شپي هم يو هيډ كانسټيبل او كانسټيبل شهيد كړې شوي، اسلام آباد سېف سټي او وائرليس سره منسلك 150 موبائل موټرايګل سكواډز به د رواني اوونۍ په مهال جوړولے شي،نوې فورس به 8 نه تر 10 ورځو كښې كار پيل كړي،په افغان پوله د ازغن تار لګولو كار 88 فيصده بشپړ شوے، ايران په پوله هم د ازغن تار لګولو كار به د روان كال تر آخر بشپړ شي۔ د جمعې په ورځ د شمالي ا?? جنوبي وزيرستان دوه ورځنۍ دورې لپاره د تللو څخه وړاندي خپل ويډيو پيغام كښې د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد ووئيل د څه مودې راهسې اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ پېښي زياتي شوي او د شپي هم يو هيډ كانسټيبل بشيرشاه او كانسټيبل عاشق شاه شهيد كړے شوي او دغسې زمونږ په دور كښې د پوليس شهيدانو شميره 9 ته رسيدلي۔ده و??ئيل نن د جمعي په ورځ په دوه ورځنۍ دوره شمالي ا?? جنوبي وزيرستان ته ځم دغسې چې بارډر مينجمنټ وكتلے شي۔ ده و??ئيل خپل صلاحيتونه ښه كولو لپاره په افغان پوله ازغن تار لګوو كوم به چې په يو دوو مياشتو كښې بشپړ شي، دا وخت په ف??ان پوله د تار لګولو كار 88 فيصده بشپړ شوے۔دغسې د ايران په پوله هم د ازغن تار لګوو په كوم چې كار 44 فيصده بشپړ شوے او د روان كال تر آخر به بشپړ شي۔ده و??ئيل د عمران خان حكومت خواهش لري چې په ټولو پولو داسې سسټم ولګولې شي چې ورسره انټرنس څه نه څه سلپ ، انټري او اليكټرانك انټري او ايګزټ وي په دې كار روان دے۔ده و??ئېل اسلام آباد محفوظولو له اسلام آباد سېف سټي او وائرليس سره منسلك 150 موبائل ايګل سكواډ به روانه اونۍ جوړ كړے شي۔دا وخت زمونږ سره ايګل سكواډ 4 ګاړي لري او بجټ كښې به نور 16 ګاړي واخستلے شي۔ده و??ئيل 20 ګاړي او 150 موټربائيك سره به اسلام آباد محفوظولي شي ځكه چې اسلام آباد سره خېبر پښتونخوا او پنجاب تړلې شوي۔ ده و??ئيل ټولو شهيدانو ته پيرزوئني وړاندي كوو چا چې اسلام آباد او د پاكستان سلامتيا له قربانۍ وركړي۔ انشا الله 8 نه تر 10 ورځو كښې به نوې فورس اسلام آباد كښې پيل كړے شي كوم به چې 150 موټر بائيكس لري۔