اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان په منطقه كښې امن او استحكام ل??ار?? هلې ځلې كوي٬ په دې لړ كښې زمونږ وړومبۍ ترجيح په افغانستان كښې “امن” دے۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې په منطقه كښې امن او اسحتكام ل??ار?? خپلې هلې ځلې جاري ساتلي٬ د افغانستان په صورتحال غٶر ل??ار?? نن د پاكستان٬ چين او افغانستان ترمېنځه درې كسيزه غونډه كېږي۔ ده ووئيل چين ټېكنالوجي او مونږ مېن پاور لرو٬ د امن په صورت چين او پاكستان په ګډه په افغانستان كښئ د بيا رغونې مهم كردار لوبولے شي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ د حكومت ترجيحات “جيو اكنامك” دي مونږ پاکستان د تجارتي هلو ځلو مركز جوړول غواړو او پ?? دې لړ كښې به زمونږ اكنامك كوريډور او ګوادر بندر ځاے مهم كردار ولوبوي۔ده ووئېل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د “مېنځنۍ آسياء په نوي ويژن” عمل كوٶ٬ د سيمه ايزو روابطو وده او سيمه ايز امن د دې دوه بنيادي ستنې دي، پرون د تاجكستان صدر او خارجه وزير سره په دوه اړخيزه اقتصادي او معاشي مرسته او د افغانستان په صورتحال خبرې ش??ي٬ افغانستان كښې د امن پحقله زمونږ او د تاجكستان په سوچ كښې مماثلت دے دواړه هېوادونه په افغانستان كښې امن د منطقې پرمختګ او استحكام ل??ار?? ضروري ګڼي۔ خارجه وزير ووئيل كشميري اولس د مودي سركار يو اړخيزه اقدامات رد كري٬ هند له به په مقبوضه كشمير كښې د اګست په پنځمه نيټه كال 2019 پخپلو پ??رته كړو غېر آئيني او يو اړخيزه اقداماتو نظر ثاني كول وي۔ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د دې عزم پخلے كړے چې مونږ به د کشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي معاونت روان ساتو