اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) پاکستان او ترکيې په فلسطين د اسرائيلي جار??يت په ضد په ګډه غږ پورته كولو او رهنما اصول او تجويزونه مرتب كولو لپاره سلا كړې ده۔ د ګل په ورځ د ق??مي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د تركيه خپل همڅنګ مصطفي سينتوپ سره ټېلي فوني تماس نيولې او د خبرو اترو په مهال دواړو مشرانو اسرائيلي جار??يت په ضد په ګډه غږ پورته كولو لپاره سلا كړې۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر ووئيل چې په سختو ټكو په غزه د اسرائيلي بريدونه غندنه كوٶ۔ ده ووئيل په ورژه او واړه اختر كښې په فلسطينيانو د تشدد كاروائۍ غېر انساني فعل دې چې څومره ئې غندنه وكړې شي كمه ده۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر د تركيه خپل همڅنګ ته د او آئي سي د پارلماني تن??يم په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه او وې وئيل چې د تركيه په اسلامي هېوادونو كښې كردار ډېر اهم دې مونږ له به په ګډه رهنما اصول او تجويزونه مرتب كول وي