اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير فېصل بن فاران السعود وئيلي دي چې د وزيراعظم ??مران ??ان لخوا د سعودي دوره د شريكو اړيكو په تاريخ كښې ډېره مهمه ده، د وزيراعظم ??مران ??ان دا دوره پياوړې ده او په دې كښې د يو شمېر چارو پرېكړې شوې دي. پاكستان ټيلي ويژن سره د وېډيو لنك د لارې په خپله مركه كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم ??مران ??ان د دورې په مهال د دواړو هېوادونو مشرانو د تجارت او سرمايه كارې په بنياد په اقتصادي مرسته خبرې كړې دي. ده ووئيل چې په سعودي كښې 20 لكه پاكستانيان مېشته دي كوم چې په قومي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي. ده ووئيل چې د دورې په مهال دواړو هېوادونو د اسلامي امت او د شريكو چارو په اړه د مرستې په زياتولو او په ګډه كار كولو اتفاق كړے. د ??وې پوښتنې په ځواب كښې د سعودي خارجه وزير ووئيل چې د سپريم كوآرډينېشن ??ونسل جوړولو پرېكړه ډېره مهمه ده. دې سره به سي??سي ، امنيتي مرسته او په خاص توګه اقتصادي مرسته زياته شي. ده ووئيل چې كه دواړه هېوادونه پخوانې اړيكې لري خو دواړو هېوادونو د دې صلاحيتونو نه بشپړه استفاده نه ده كړې. ده د دواړو هېوادونو د مشرانو د ملاقاتونو او د لوظنامې په اړه د شريكې اعلاميې حواله وركولو سره ووئيل چې د كونسل فعاله كېدو نه پس به دواړه هېوادونه صلاحيتونه او اهداف ترلاسه كولو لپاره كار وكړي. ده د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه. مونږ په دې فخر كوو چې پاكستان دا مسئله په ښه ډول پورته كوي. وزيراعظم ??مران ??ان سره په ګډه د دې اندېښنو حل لپاره سعودي كار كوي. ده ووئيل چې د وژن 2030 له مخې د سعودي حكومت په روزګار كښې د اضافې پلان لري، دې سره به پاكستانيانو لپاره هم د كاروبار پشمول د ملازمتونو موقعې پېدا شي. د افغانستان صورتحال په اړه ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن نه يوازې د پاكستان سلامتيا بلكې نړيوالې سلامتيا لپاره هم ضروري دے. پاكستان سوله ايز افغانستان لپاره مهم كردار ترسره كوي. د ??ند او پاكستان اړيكو په اړه ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اوسنې سي?? فائر درست اقدام دے. سعودي به په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره خپل كردار ترسره كوي.