فېصل آباد 09 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د شريف فېملي پشمول د قوم ??وټ كړې شوې پېسه به د هر يو تن څخه بېرته اخلو، دا دې هېره كړې شي چې د شهباز شريف علاج لپاره به كومه نرمي وكړې شي، شريف فېملي به ډاكټرانو ته علاج لپاره او د اولاد د كرپشن حساب لپاره پاكستان ته راوستل وي، شهباز شريف به په يو صورت هم بهر پرې نه ښودل شي، ن ليګ ته چېلنج دے، د كرپشن يو داسې كې?? دې اوښائي چې پكښې په عزت سر?? بري شوي وي، د ضمانت مطلب كې?? ختمېدل نه دي. ده دا خبرې ?? اتوار په ورځ په سر??ټ هاٶس فېصل آباد كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې شهباز شريف او نواز شريف په لندن كښې د اختر كولو ريكارډ په ځائ ساتل غواړي. دوي ته تل لندن هغه وخت ورياد شي كله چې دوي په اقتدار كښې نه وي. ده ووئيل چې اقتدار نه وړاندې د شريف كورنۍ اثاثې څومره وې او د اقتدار نه پس ئې اثاثې څومره دي، د دې ځواب دوي ورنه كړے شو. ده ووئيل چې په هېواد كښې كرپش?? پېل كوونكي دا خلق دي، په كوم انداز كښې چې دوي كرپشن كړے، هغه ټول څرګند شوے، په ټي ټيز، جعلي اكاٶڼټس او مني لانډرنګ كښې دوي نړيوال ريكارډ جوړ كړے. ده ووئيل چې شريف كورنۍ محبوب ريړهي والا ، منظور پاپړ ولا كوم چې لاهور ته هم نه دي تللي، دوي هغه په كاغذونو كښې لندن ته رسولي دي. ده ووئيل چې د عمران خان هڅې كرپټ نظام په ضد دي، اولس د دې ټولو غلو د احتساب كولو مېنډېټ وركړے. ده ووئيل چې عمران خان د 40 كاله ګټې د يوې يوې پېسې حساب وركړے كه هر څو هغه سر?? كومه چوكۍ نه وه. ځكه هغه سترې محكمې صادق او امين ګرځولے. ده ووئيل چې چرته جمهوريت اختيار لري، هلته احتساب هم كېږي.