اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د ??زي??اعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځني ختيځ خا?? استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د كورونا وبا څخه نجات په رجوع الی الله او مكمل احتياطي تدابيړ كښې دے، ا??لس دې د جوماتونو انتظاميې او علماﺀ كرامو سره مرسته وكړي، ا??لس دې د كورونا وائرس د احتياطي تدابيرو په ضد د كېدونكو افواګانو څخه لرې اوسي، د هېواد د سلامتيا ادارو، پوليس، رېنجرز او پاك پوځ سره دې مرسته وكړې شي. د جمعې په ورځ په جامع مسحد بحريه ټاٶن كښې د جمعې اجتماع ته په خپله وېنا كښې د ??زي??اعظم خا?? استازي ووئيل روژه د غم خوارۍ، همدردۍ او د محبت مياشت ده، د الله رحمت لپاره دې حقوق الله سره سره حقوق العباد هم ادا كړے شي. ده ووئيل شتمن خلق دې د مېنځنې او غريب طبقې خيال وساتي. ده ووئيل شتمن خلق دې راوړاندې شي او د كورونا واكسين په لړ كښې دې اولس لپاره اساني پېدا كړي