اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د اسلام آباد او ګلګت بلتستان وګړو له د صحت کارډ وركولو پريكړه شوې٬ د قومي روغتيا خ??ص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان ووئيل دا پريكړه د نېشنل سټئيرنګ کمېټۍ صحتِ سهولت پروګرام غونډه كښې شوې ۔ده ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه يونيورسل هيلتھ کوريج باوري كولو له عملي اقدامات کوو۔ د پنجاب د روغتيا صوبائ?? وزيري ډاکټر ياسمين راشد ويډيو کال د لاري غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې وفاقي سيکرټري هيلتھ عامر اشرف خواجه ٬ د پنجاب سيکرټري هيلتھ نبيل اعون او چيف ايګزيکټو آفيسر صحت سهولت پروګرام هم ګډون كولو۔ده ووئيل صحت سهولت پروګرام څخه به د اسلام آباد تقريبا دوه لکهه 58 زره كورنيو له هيلتھ کارډ وركړے شي ٬ ګلګت بلتستانً 328000 زره كورنيو له به ويړيا درملني آسانۍ وركړې شي۔ده ووئيل اسلام آباد د صحت په اړه به ماډل سټي جوړولې شي۔صحت څانګه كښې په لويه توګه اصلاحات کوو ۔ډاکټر فيصل سلطان ووئيل يونيورسل هيلتھ کوريج باوري كولو له حکومت لوظي دے۔ د صحت انصاف کارډ دائره به تر ټول هېواد خپرولې شي۔ ډاکټر فيصل سلطان ووئيل د پاکستان په 96 ضلعو كښې دا مهال پروګرام روان دے۔ پاکستان كښې د هيلتھ کارډ ترمخه نزدې 16 مليونه كورنۍ هيلتھ کارډ څخه استفاده كوي۔ده ووئيل خېبر پښتونخواه آزاد جمو او کشمير فاټا او تھرپارکر ابادي هم د يونيورسل هيلتھ کوريج څخه استفاده كوي۔په راروانو دوو مياشتو كښې به د پنجاب 7 ضلعو ټولو وګړو له صحت کارډ وركړے شي په دغه ضلعو كښې ډيره غازي خان راجن پور ليه ساهيوال پاك پتن اوکاړه مظفرګړھ شامل دي