اسلام آباد 02 اپريل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي د جم??ې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ليدلي دي ۔ د سېنېټ چيئرمېن د سعودي سفير ته په خپل چيمبر كښې هركلې ووئيلو۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه مرسته ، تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې رابطه کارۍ ته په لا وده وركولو د خ??ال??تو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بيلو څانګو كښې سعودي سرمايه کاري د ستائنې وړ ده او لويه سرمايه كاري كول په پاکستان د سعودي قيادت او سرمايه کارو د باور څرګندونه ده۔ محمد صادق سنجراني ووئيل تجارت، معيشت او سرمايه کاري به د د??اړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړ??كي لا زياتولو كښې مرستياله وګرځي۔ هغه ووئيل د د??اړه هېوادونو ترمينځه پارليماني اړ??كې به لا زياتول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پارليماني سفارتکارۍ د لاري د د??اړو هېوادونو ترمينځه پارليماني اړ??كي لا كوټلي كېدې شي۔ د سعودي سفير ووئيل پاکستان د سيمي مهم هېواد دے او د د??اړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړ??كي په هر سخت وخت كښې آزمائلي شوي او د د??اړه هېوادونو ترمينځه بيلو څانكو كښې دوه اړخيزه مرستي لا مستحكمول?? ته اړتيا ده