اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر مشر او د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د وېكسين نه وروستو وزيراعظم ته د كورونا تشخيص بايد ن??وړ?? مطلب اخستلے نه شي۔ وېكسين لګول زي??ت ضروري دي۔ اسد عمر د وزيراعظم كورونا ټېسټ مثبت راتلو نه وروستو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ووئيل وزیراعظم ته د وېكسين لګېدو نه وړاندې انفېكشن شوے وو او قرنطينه نزدې لسو ورځو لپاره وي۔ كوم كسان چې هغه سره د دوو نه درې ورځو رابطه كښې پ??تې شوي دي د هغوي به هم ټېسټ كولے شي۔ هغه ووئيل د كورونا درېمه چپه په بنيادي توګه د برطانيې نه راغلې وائرس دے۔ دا زي??تې آسانۍ سره خپرېږي۔ دا ډول وائرس كه يو تن ته وشي نو ټولې كورنۍ ته خپرېږي۔ كورونا ځپلي ته په دويم ځل هم دا كېدې شي۔ هغه ووئيل نن سهار اېن سی اوسی سے سره اړونده غونډه وشوه۔ د سوئيلي افريقا او ب??ازيل نه په راتلونكو مسافرو بندېز لګوؤ۔ د سوئيلي افريقا او ب??ازيل نه راغلې كورونا هم ډېره خطرناكه ده۔ پاكستان كښې 50 فیصده كورونا وائرس د برطانوي قسم ده۔ وفاقي وزير ووئيل برطانوي قسم كورونا كوچنيانو كښې ډېره تندۍ سره خپرېږي۔ هغه ووئيل د جون مياشتې نه ورستو كورونا ډېرې تندۍ سره خپره شوې۔ هغه ووئيل د بده مرغه خلق احتياط نه كوي۔ اسد عمر زي??ته كړه چې د كورونا صورتال نظر كښې نيولو سره وزيراعظم د جلسو نه كولو پرېكړه كړې ده۔ ميډيا دې هم د كورونا نه د بچ كېدو پېغام وركړي۔