اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيالي ډاکټر ثانيه نشتر د م??رمنو نړيوالې ورځ په موقع په ټوله نړۍ كښې په ورچوئل توګه پنځو نړيوالو دستورو ته وينا كړې ۔د دې دستورو كوربتوب فوډ اينډ ايګريکلچر آرګنائزيشن (ايف اے او)، واشنګټن ډي سي كښې د پاکستان سفارتخانې، ايتھنا40، ورلډ اکنامك فورم او دي لانسيټ كړے ؤ۔ سينئر نړيوالو ??وه??نو او پينلسټ سره د احساس پروګرام پسمانده ميرمنو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ډاکټر ثانيه نشتر په ټولو ورچوئل ويبنارز كښې ميرمنو لپاره د احساس 50 فيصده اضافي مراعاتو په پاليسۍ رڼا واچوله۔ د م??رمنو خپلواكه كول د پاکستانۍ ټولنې او معيشت لپاره ګټه ور دي۔ لهذا احساس زندګي په ټولو څانګو كښې بشپره كردار ترسره كولو له چمتو دے۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل د احساس 50 فيصده اضافي مرعاتو ايجنډا د احساس په ټولو پروګرامونو ، پاليسيو او اقداماتو لاګو كيږي چې ورسره به د پسمانده طبقې څخه تعلق لرونكي ميرمنې او د جينكو ژوند په ژوند كښې بدلون راشي