اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خ??ن سره ملاقات كښې د نوموړي سياسي شخصيت منير احمد خان پاكستان تحريك انصاف كښې د شاملېدو اعلان كړے۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري بيان له مخې په وزيراعظم هاؤس كښې په شوي ملاقات كښې منير احمد د وزيراعظم په قيادت د باور څرګندونه كړی۔پهع دې موقع منير احمد خان ته خپله پارټۍ كښې په شاملېدو هركلي وئېلو سره وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د ګرانۍ٬بې روزګارۍ او افراط زر پشمول د ټولو مسئلو سبب د تېرو حكومتونو لخوا شوے لوټ مار او ??رپشن دے٬زما مشن هر ډول كرپشن ختمول دي او ??ه دې كښې به چا سره كومه نرمي نه كوم ۔منير احمد د وزيراعظم په قيادت د باور څرګندونه كولو سره ووئيل د پاكست??ن سباؤن د وزيراعظم مثالي قيادت په لاسو كښې د كېدو له امله محفوظ او روښانه دے۔هغه ووئيل هر پاكستانے وګړے او ??ه خاص توګه زلمے كل په دې خبره وياړ لري چې د هېواد اقتدار د هغه لارښود په لاس كښې دے كوم چې د كرپشن نه پاك دے۔هغه ووئيل د وزيراعظم د بې باكه مشرتابه او ??څو نه متاثره كېدو سره ما پاكستان تحريك انصاف كښې د شاملېدو پريكړه كړی۔دغسې چې زه هم د هغه د هغه مشن برخه شم كوم لپاره چې هغه هڅې كوي۔دا خبره دې ښكاره وي چې منير احمد په تحريك انصاف كښې د شاملېدو نه وړاندې د تحريك بحالي جمهوريت(اے آر ډي)د اطلاعات مركزي سېكرټري سره سره په ب??لو حكومتونو كښې د صلاحكار په چوكۍ او ??ورو مهمو منصبونو پاتې شوے دے