اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي)حكومت اعلان كړی چې د سېنېټ په ټاكنو كښې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد څخه په عمومي چوكۍ د ماتې خوړولو نه پس وزيراعظم عمران خان به د ايوان څخه د اعتماد ووټ اخلي۔سترې محكمې د ټاكنو ??مي??ون ته د سېنېټ ټاكنې آزادې منصفانه او د سپيځلې كولو هدايت كړے ؤ ٬مونږ د ټاكنو ??مي??ون ته تجويز ور??ړے و چې هغه قابل شناخت بېلټ پېپرې چاپ كړي خو دوي زمونږ په خواست عمل ونه كړو٬نن افسوس ناكه ورځ ده د جمهوريت بېرغ پورته كوونكو د جمهوري اقدارو نفي كړی۔د ټاكنو ??مي??ون د سېنېټ د سپيځلو ټاكنو كولو خپله ذمه واري پوره نه كړی شوه٬د پارټۍ د ډسپلن په خلاف ورزۍ وړاندې هم كاروائي شوې وه او اوس به هم كوو۔د شورو په ورځ په پرېس ا??فارمېشن ډيپارټمنټ كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬وفاقي وزيرانو اسد عمر٬شفقت محمود٬چوهدري فواد٬شيرين مزاري٬علي زيدي٬حماد اظهر او د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو خاص مرستيال شهزاد اكبر او شهباز ګل سره يوځاې خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل نن د سېنېټ په ټاكنو كښې چې كومه نتيجه مونږ كتلې دې سره زمونږ بيانيه قوي شوې٬زمونږ بيانيه وه چې د سېنېټ په ټاكنو كښې به يوځل بيا منډۍ لګي او ضميرونه به خرڅېږي ۔ده ووئيل د وفاقي پايه تخت اسلام آباد څخه زمونږ دوه كانديدان وو يوه زمونږ مېرمن كانديد وه په كومه كښې چې هغوي خوښي نه لرله هغه بريالې شوې٬د اسلام آباد په بله دوهمه چوكۍ كښې هغوي د اول نه خوښي لرله نو دوي د جمهوريت په نوم اخستل خرڅول وكړل۔ده ووئيل وړاندې هم چې كله په ټاكنو كښې داسې شكايت راغلے نو زمونږ ګوند د 20 غړو په ضد كاروائي كړی كله چې مونږ د اوپن بېلټنګ لپاره د قانون سازۍ خبره وكړه نو هغوي د دې بشپړ مخالفت وكړو٬مونږ قانوني رائې ترلاسه كولو لپاره سترې محكمې ته مراجعه كړې٬سترې محكمې د ټاكنو ??مي??ون ته هدايت كړے و چې سپيځلې ټاكنې كول د ټاكنو د ??مي??ون ذمه واري ده خو افسوس سره وئېلې كېږي چې د ټاكنو ??مي??ون د سپيځلتيا پ?? اړه ناكام ښكاري۔ده ووئيل د ټاكنو نه يوه ورځ وړاندې په راغلې وېډيو كښې د يوسف رضا ګېلاني د زوي علي حېدر ګېلاني څيره او د ده حركات د ټول قام په وړاندې دي۔پيپلز بارټي چې د كوم سياست څرګندونه وكړه هغه د ټول قام په وړاندې ده٬مونږ د ټاكنو ??مي??ون ته د ټېكنالوجۍ د استعمال وئېلي وو هغوي بخښنه غوښتې وه٬خارجه وزير ووئيل عمران خان د سياسي كلتور بدلولو پوره هڅه كړی٬ټول قام دا ګوري چې څوك چرته ولاړ دے٬دا د حق او باطل جهګړا ده٬مونږ به دا جهګړا كوو او بريالې به شوو ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او زمونږ ګوند پريكړه كړی چې وزيراعظم عمران خان به د دې ايوان څخه د اعتماد ووټ اخلي چې دغسې څرګنده شي چې څوك د عمران خان نظريې سره ولاړ دے۔خارجه وزير ووئيل څوك هم عمران خان سره ولاړ دي هغه به په واضحه توګه ده سره ولاړ وي څوك چې كومه سياسي نظريه نه لري هغه د مفادو سياست كوي۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل د وزيراعظم د اعتماد ووټ به اوپن وي٬په دې كښې به غړي د ضمير له مخې رائے ور??وي۔فواد چوهدري ووئيل مونږ د ټاكنو د ??مي??ون څخه د ټېكنالوجۍ د استعمال غوښتنه كړی وه خو داسې ونه شول كه ووټ قابل شناخت و نو معلومه شوې به وه چې چا ضمير خرڅ كړے٬د مېرمنې په چوكۍ ووټ پي ټي آئي له ور??ړر شو او په عمومي چوكۍ ګېلاني له ور??ړے شوے۔