اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی)د نشائي ??وكو مخنيوي و??اقي وزير برېګیډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ وئيلي دي د نشائي ??وكو د قاچاق مخنيوي سره به د نشائي ??وكو ناوړه اغېز سره سره په جرمونو كښې هم ښكاره كمے رامخې ته شي۔ ??وم هېواد په يوازې نشائي ??وكي ختمولې نه شي ۔ دا خبره هغه د برطانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ استازو عثمان احمد او لائزون آفیسر کرس هال سره خبرو كښې وكړه كومو چې وفاقي وزير سره د نهې په ورځ د نشائي ??وكو مخنيوي وزارت كښې ملاقات كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د ادارو او هېوادونو ترمينځه مرسته او تړون د نشائي ??وكو په مسئله قابو موندلو له ډېر ضروري دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د نشائي ??وكو قاچاق مخنيوي د معلوماتو په وخت ترلاسه كېدو سره ممكن دے۔ هغه ووئيل زه غواړم چې د نشائي ??وكو طلب كمولو له مونږ په ګډه تګلاره وضعه كړؤ۔ په دې موقع د برطانېي استازو د نشائي ??وكو كاروبار كوؤنكو په ضد كارروائۍ كښې اے اېن اېف سره د هرې ممكنه مرستې كولو باور وركړو۔ د ملاقات په مهال سباؤن كښې د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو صلاح راغله