اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سائنس اينډ ټيکنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري هيله څرګنده كړي ??ې حکومت به معيشت ته ودې وركولو ، د الودګۍ كچه كمولو او ټرانسپورټ څانګه كښې روزګار پيدا کولو له هېواد كښې د بر??ي ګاړو (اليکټرك وهيکل) لپاره پاليسۍ ته زر حتمي شکل وركړي۔د جمعې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بر??ي ګاړو اجراء كښې تاخير شوے خو هيله لرو چې ډير زر به د دې د اجراء حتمي پريكړه وكړې شي۔ده ووئيل د بر??ي ګاړو منصوبې تجاويز به منظورۍ لپاره زر صدر عارف علوي ته وړاندې كړے شي۔ده ووئيل د څلورو ټائرونو لپاره اليکټرک وهيکل پاليسۍ كښې د ګاړو درآمد ،برآمد ، ټيکس ، رجسټريشن ، او کسټم ډيوټي په اړه ګڼ نوې قوانين جوړ شوي۔ فواد چوهدري ووئيل اولس به دې نوي پاليسۍ ترمخه د ټرانسپورټ آسانيو څخه ګته پورته كړي ??كه چې د پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي ) په مشرۍ كښې حکومت هېواد كښې اليکټرك وهيکل ته وده وركوي